IQNA

د ناپيئلو د سرمشريزې غونډې په كاميابۍ باندې د تركیې د شيعه مسلمانانو د مشر تاكيد

22:16 - September 03, 2012
د خبر لمبر: 2404362
سياسی ډله: د تركیې د شيعه مسلمانانو مشر صلاح‌الدين اوز‌گوندوز د نړۍ د ١٢٠هيوادونو ګډون او شتون ته په پام سره د ايران په اسلامی جمهوريت كښې د ناپيئلتوب د غړو هيوادونو د سرمشريزې غونډې ترسره كيدل بريمن وبلل.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: صلاح‌الدين اوز‌گوندوز د تيرې جمعې په ورځ يعنې د روانې وږی د مياشتې په لسمه نیټه څرګنده كړه: هغه هيوادونه چې د ايران د ځانله او بيل پاتې كولو لپاره ئې كوشش وكړ، د دغې غونډې په ترسره كيدو سره د ماتې سره مخامخ شول.
دوی د اسلامی نړۍ لپاره د كاميابۍ په آرزو سره ټينګار وكړ: په دغه غونډه كښې چې د هيوادونو د مشرانو لخوا كومې فيصلې وشوې د نړۍ او سيمې د ودې او پرمختګ لپاره به ډيرې مؤثرې وی.
د تركیې د شيعه مسلمانانو مشر همداراز د سورئې كورنيو حالاتو ته په اشارې سره ووئيل: امريكه او د هغې ملګری او عوامل د سورئې په كورنيو چارو كښې په لاسوهنې سره په دغه هيواد كښې د ناامنۍ اور ته لمن وهی ځكه چې د سورئې حكومت د صهيونسټی ضد او امپرياليسټی ضد سياست حمايت كوی.
صلاح‌الدين اوز‌گوندوز په پائې كښې څرګنده كړه: په سوريه كښې د ناامنيو دوام د اسلامی نړۍ او سيمې په ګټه نه دی او مونږ هغه ټوله هله ګوله او لانجه جوړونه غندو چې په سوريه كښې د بې ګناه خلكو د قتل او غارت سبب كیږی او په دغه هيواد كښې د سولې او امنيت د ټينګيدو غوښتونكی يو. 1090466

captcha