د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د مركزی ايشيا د څانګې د رپورټ له مخې: د آذربائجان جمهوريت د اسلامی ګوند د اطلاع رسونې كمیټې د تيرې پنجشنبې يا زيارت په ورځ د وږی په نهمه نیټه اعلان وكړ: اسلامی ګوند د دغه ګوند د مشر د مرستيال د يوځل بيان ناعادلانه نيولو په غندلو سره دغه كار د بشری حقوقو نقضول او د دغه هيواد د خلكو د ولسی حقوقو او د هغوی د آزادۍ محدودول بولی.
د آذربائجان اسلامی ګوند په خپله بيانيه كښې د آذربايجان د قانونی سازمانونو او ارګانونو نه وغوښتل چې د بې اساسو او چټی تورونو په اساس د آذری بې ګناه خلكو په تيره بيا د دغه ګوند د غړو ګواښل او نيول بند كړی. 1090349