IQNA

په تهران كښې د ناپيئلو د غورځنګ د غونډې ترسره كيدو د استكبار د جبهې زوال يقينی كړ

22:16 - September 03, 2012
د خبر لمبر: 2404366
سياسی ډله: د ايران د وسله والو ځواكونو لوئې درستيز په يوه بيانيه كښې ټينګار وكړ: په تهران كښې د ناپيئلتوب د غورځنګ د غونډې ترسره كيدو له بلې هرې مقولې نه زيات د اسلامی انقلاب او د ايران د ولس په وړاندې د امريكې او د نړيوال استكبار او د سلطې د جبهې رسوائی او زوال په ډاګه كړ.
د سپاه نيوز له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د دغې بيانیې په يوه برخه كښې راغلی دی: د متعال خدای جل جلاله شكر ادا كوو چې د تاريخ په يو ډير حساس پړاؤ كښې ئې په تهران كښې د غيروابسته هيوادونو د مشرانو د شپاړسمې غونډې پرتمين ترسره كيدل په نړۍ كښې د اسلامی ايران د نظام او ولس د لوړ موقعيت او حقانيت د ثابتيدو عامل وګرځول.
دغې بيانیې زياته كړې ده: بې له شكه دغه ستر برياليتوب چې له بلې هرې مقولې نه په زياته اندازه ئې د ايرا ن د ولس او اسلامی انقلاب په وړاندې د امريكې او د استكبار او د نړيوالې سلطې د جبهې انزوا، زوال او رسوائی په ډاګه كړه، د اسلامی انقلاب د معظم رهبر او د مسلمانانو د ولی امر حضرت امام خامنه ای مدظله العالی د حكيمانه لارښوونو او د دغه تاريخی برياليتوب په ډګر كښې د كوشش كونكو د هڅو احسانمن دی چې اوس ئې د ايران د اسلامی جمهوريت ممتاز او اغيزمن موقعيت له بل هر پړاؤ نه په زياته اندازه ځلانده او د نړيوالو عمومی افكارو د توجه مركز ګرځولے دے. 1090497

captcha