IQNA

نن د رهبرۍ د خبرګانو شورا ۱۲مه رسمی غونډه جوړېږی

8:44 - September 04, 2012
د خبر لمبر: 2404507
سياسی ډله: نن د زمريد مياشتی په څوارلسمی نیټی د ايران د رهبرۍ د خبرګانو شورا دولسمه رسمی غونډه د ايران د اسلامی شورا په پخوانۍ ودانۍ كې جوړېږی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پراساس، د ايران د رهبرۍ د خبرګانو شورا اجرايی مرستيال آيت‌الله ناصر ممدوحيد ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا سره په مركی كې د دې دوه ورځنۍ غونډې د پروګرامونو په اړه وويل چې د رهبرۍ د خبرګانو شورا ۱۲مه رسمی غونډه د رهبرۍ د خبرګانو شورا د مشر، آيت الله محمد رضا مهدوی كنی په وينا سره پيلېږی.
همدارنګ ښاغلی سعيد جليلی به هم په دې غونډه كې د تهران د ناپاييلی غورځنګ د نړيوالې غونډی په هكله دې غونډې ته وينا كوی.
1090288
captcha