د ايران د قران نړيواله خبری اژانس ايكنا د يو راپور پراساس، چې له اطلاع رسولو ويب پاڼې «levif»، یې نقلوی، څو ورځې وړمه د پاكستان د بلوچستان صوبې په مركز، كویټې ښار په هزاره ګنجې محلې كې د ناپېژاندو وسله والو كسانو له خوا د يوه بريد په ترځ كې د دې هېواد اووه شعيان ووژل شول.
له پېښې وروسته خلكو لاريونونه وكړل چې په تاوتريخوالی بدل او په ترڅ كې یې دوه نور كسان ووژل شول چې په دې توګه د وژل شويو كسانو شمېر ۹ تنو ته ورسيد.
په دې پېښه كې لس كسان ټپيان شوی هم دی.
تر اوسه پورې كومې ډلې د دې بريد مسووليت نه دی منلی.
1089450