IQNA

احمدی نژاد د اسلامی ايران په پرمختګ او پراختيا د ټينګار وكړ

20:59 - September 04, 2012
د خبر لمبر: 2405132
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد نن د ايران په سويل، كرمان ولايت په سيرجان ښار كې دوې صنعتی او خدماتی پروژې پرانستې.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پراساس چې د ولسمشر د دفتر له ويب پاڼې یې نقلوی چې د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد نن د ايران په سويل، كرمان ولايت په سيرجان ښار كې د دو صنعتی او خدماتی پروژو د پرانستلو په مراسمو كې وويل چې بايد پر نورو له تكیې پرته، پر ځايی وړتياوو په تكیې سره اسلامی ايران جوړ كړشی.
ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد وويل، د ايران اسلامی جمهوريت به پر ځايی وړتياوو او ايرانی فكرونو سره، د استكباری قدرتونو ټولې دسيسې ماتې كړی.
1091533
captcha