د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پراساس، د رهبرۍ د خبرګانو شورا مشر، آيت الله محمد رضا مهدوی كنی نن د رهبرۍ د خبرګانو شورا د ۱۲مې رسمی غونډې د پرانستلو په مراسمو كې د دې په بيانولو سره چې په تهران كې د ناپيلی غورځنګ شپاړسمه سرمشريزه غونډه په ولولناك او بريالۍ توګه ترسره شوه وويل چې د دې غورځنګ د غړيو هېوادونو د لوړ پوړو پلاويو او مسوولينو په ګډون سره د دې غوڼډې ترسره كېدلو وښودله چې د ايران اسلامی جمهوريت ګوښه شوی نه دی.
ايت الله مهدوی كنی په ډاګه كړه چې د ايران د اسلامی جمهوری نظام دښمنان بايد په تهران كې د ناپيلی غورځنګ د شپاړسمې غونډې په ترسره كېدو كې د ايران برياليتوب ومنی، ځكه چې دا داسې حقيقت دی چې شتون لری، ځكه د تهران غونډه په نړۍ كې د ايران د عزت لامل شوه.
1091226