IQNA

د مصر انقلاب د دغه هېواد حكومتی رسنيو(مېډيا) ته ورسېد

21:00 - September 04, 2012
د خبر لمبر: 2405193
نړيواله ډله: د مصر وړومبنۍ پرده داره ټيلی ويژنی مجری په يوه وېنا كښې اعلان وكړ: د مصر انقلاب بالاخره رسنيو (مېډيا) ته هم ورسېد.
د ايرانی قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د fr.news.yahoo د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوت وركړ، مسلمانې مصری مېرمن فاطمه نبيل چې له څلوېښتو كلونو له بنديزونو نه پس وړمه ورځ د وږی د مياشتې په دولسمه نېټه له اسلامی پردې او ستر سره یې په ټيلی ويژن كښې پروګرام وړاندې كړ او وې ويل: زۀ زۀ ډېره خوشحاله يم چې بالاخره د مصر د ولس انقلاب سركاری رسينو (مېډيا) ته هم راورسېد.
فاطمه نبيل وړمه ورځ د ايتوار په ورځ د خبری پروګرام د نشر كولو لپاره په سرپړونی سره د مصر په سركاری ټيلی ويژنی چېنل كښې راڅرګنده شوه. له دې سره سره چې د حسنی مبارك د حكومت په دوران كښې په ټيلی ويژنی پروګرامونو كښې له اسلامی پردې سره د انوانسرانو د منعې لپاره رسمی قانون موجود نۀ ؤ خو دغه قانون به په غېر سركاری توګه اجرا كېدۀ او پرده دارې ښځې په سركاری چېنلونو كښې نۀ شوې څرګندېدې.
فاطمه نبيل له اخوان المسلمين سره معلق عدالت او ازادی ورځپاڼې سره په مركه كښې وويل: د حسنی مبارك د حكومت په دوران كښې مې هم په حكومتی ټيلی ويژن كار كوۀ خو په دې وجه چې اسلامی پرده مې لرله د پروګرامونو د اجرا كولو حق مې نۀ لرۀ.
د مصر د اطلاعاتووزير هم په دې باره كښې وويل: په ټيلی ويژنی پروګرامونو كښې د پرده دارو ښځو د شتون لپاره د منعې هیڅ قانون وجود نۀ لری.
1090236
captcha