د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مركزی اېشيا د څانګې د رپوټ له مخې د دغه ښار د اسلامی ګوند د اطلاع رسونې كمېټی پرون د وږی د مياشتې په ١٣ نېټه وويل: د اجتماعی او سياسی حالت ، د سيمې او نړۍ د بدلونونو څېړنه ، د دغه ګوند د مرستيال ارواښاد واقف عبدالله اف د ياد او خاطرې نمانځل د دغې غونډې له اصلی محورونو څخه وو.
په دغه غونډه كښې د آذربائيجان د اسلامی ګوند عارضی مشر الچين مناف اف، د ګوند د مشر مرستيال عاكف حېدرلی، وړومبی مرستيال انقلاق احدلی، په اجتماعی چارو كښې د ګوند د مشر مرستيال روشن احمدلی، د اداری كمېشن مشر او تفتيش كوونكی فياض نبی زاده او د اسلام د پېروكارو له حقوقو څخه د ملاتړ د كمېټۍ مشر ناطق كريم اف وېناګانې وكړې.
1091105