IQNA

په سينیګال كښې ((البيان)) اېف ايم رېډيو شروع شو

20:58 - September 04, 2012
د خبر لمبر: 2405203
نړيواله ډله: پرون د وږې د مياشتې په ديارلسمه نېټه د سينیګال پائېتخت ډاكار ښار كښې البيان نومې اسلامی اېف اېم رېډيو افتتاح شو.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د lesoleil د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، دغه اسلامی رېډډيو د افتتاح مراسم د سينیګال د لوړرتبه دينی عالمانو او د دغه هېواد د مسلمانانو په موجودګۍ كښې وشول.
د دغه رېډيو د شروع كولو هدف د اسلامی تعلېماتو وړاندې كول، د قران شريف د حفظ زدكړه او همدارنګ د لويدیځ له ګواښونو سره مقابله اعلان شوې ده.
د دغه رېډيو يو مسئول په افتتاحيه مراسمو كښې وويل: رسنې (مېډيا) په اسلامی مقدساتو باندې د حملې لپاره د مغربی حكومتونو ترټولو مهم اوزار دے او مونږ هم له دغو دسيسو سره مخامخ يو نو پكار دی له همدغه اوزار څخه د اسلامی اصولو د بيانولو او د خلقو د بېدارولو لپاره استفاده وكړو.
د دغه رېډيو د مديرانو په قول د البيان اېف رېډيو ځينې پروګرامونه د سينیګال د لوړرتبه دينی عالمانو په ګډون سره د ګول مېز كانفرنسونو جوړولو ته مختص شوی دی چې هغو شبهاتو او تورونو ته ځواب وركړی چې د مغرب لخوا د اسلام په باره كښې مطرخ كیږی.
1091026
captcha