د سپاه نيوز له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د تهران سپاه محمد رسولالله (ص) د ناپيئلو د غورځنګ د شپاړسمې غونډې د ترسره كيدو په مناسبت يوه بيانيه صادره كړه چې د هغې ځينې برخې داسې دی:
په داسې وخت چې ټوله استكباری نړۍ د ايران مقدس اسلامی جمهوری نظام سره په مقابله كښې يوځائې او متحده شوې ده څو په خپل عبس او چټی خيال سره ايران په سياسی او اقتصادی زوال كښې راولی، په خپله يوازې او بيله پاتې شوې ده او دغه الهی هيواد په ډيره لوړه بين المللی سطحه ورځ په ورځ لازياتې كاميابۍ او اقتدار ترلاسه كوی.
يوځل بيا د خدای جل جلاله غيبی امداد د ايران د شريف ولس په برخه شو او د ناپيئلتوب د غورځنګ په شپاړسمه غونډه كښې د غړيو هيوادونو د مشرانو د شتون د مخه نيولو لپاره د مكررو ګواښونو او له ايرانه د ويرولو لپاره د پراخو تبليغاتو سره سره په ايران كښې د دغې مهمې پیښې په كاميابې ترسره كيدنې سره ټول امپريالسټی او صهيونسټی چل ول جوړونكی په دغه تاريخی پیښه كښې د مشرانو په بې مثاله او پراخ ګډون سره د يو ويرونكی خوب سره مخامخ شول او د ايران د غيرتی ولس عزت او اعتدار د دې نړۍ د ټولو ویښو او پرانستو سترګو لپاره څرګند او په ډاګه شو. 1091559