د ايرن د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پراساس چې د ولسمشر د دفتر له ويب پاڼی یې نقلوی چې د اسلامی ايران ولسمشر ښاغلی محمود احمدی نژاد زياته كړه د نړيوال ګډون په سيوری كې تل پاتې سوله له هماغه پيله د بشر هيله وه ځكه سوله د بشر د ودې پرمختګ او سوكالۍ لامل ګرځی.
د اسلامی ايران ولسمشر ښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاد زياته كړه د نړۍ ټول خلك سوله غوښتوونكی دی خو ستونزه په نړيوال مديريت كې ده او موجوده نړيوال مديريت له نړيوالو امنيت او سوكالی اخيستې او د بې وزلۍ، كينو او كركو بې عدالتۍ او مصنوعی نخښتو لامل ګرځيدلې.
ښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاد پر نړۍ واكمن ادبيات د قدرت طلبۍ ادبيات وبلل او زياته ېې كړه ملګرو ملتونو هم تل د سلطه غواړو د يوه اوزار په توګه عمل كړئ چې دا هم د نړيوالې سولې په وړاندې د خنډونو يو مهم لامل دئ.
د اسلامی ايران ولسمشر ښاغلی محمود احمدی نژاد په دې بيان سره چې د نړۍ فعلی مديريت بشر د تباهۍ په لور كاږلئ زياته كړه هر څوك بايد د خپل وس په اندازه د نړيوال مديريت د اصلاح لپاره هڅې وكړی.
http://www.president.ir/fa/41595