د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د ختیځ او جنوب ختیځ د څانګې د رپوټ له مخې ياماما انصاری د وږی د مياشتې په يولسمه نېټه د دغه هېواد له حكومت څخه وغوښتل چې د انډونېشيا د مادورا جزېرې د سامپانګ ښار د شيعه مسلمانانو د وژلې او په هغوی باندې د ظلمونو تحقيقات دې وكړی، د هغوی مسائل دې حل كړی او مجرمانو ته دې سخته سزا وركړی.
هغۀ د اسلامی امت په يووالی او پېوستون باندې په تاكيد سره څرګنده كړه: مسلمانانو ته پكار دی دې موضوع ته پاملرنه وكړی چې په يو واحد خداے باندې ايمان، په قران شريف او د خداے ګران رسول (ص) باندې عقيده د اسلامی امت له اشتراكاتو څخه دی او دا مسئله دا ښودنه كوی چې مسلمانان منجمله شيعه او سنی يو واحد امت او وروڼه دی.
هغۀ په دوام كښې وويل: ډېره د افسوس خبره ده چې د دغه هېواد ځينې عناصر د دغه هېواد په اوسېدونكو مسلمانانو باندې دكفر فتوې لګوی او د خپل طرف نه په جاری شوی حكم سره د بې ګناه انسانانو قتل عام كوی په داسې حال كښې چې د دې كار هیڅ حق نه لری.
هغۀ وويل د سنی او شيعه مسلمانانو ترمېنځ اختلافات خپله د هغوی په ضرر او د اسلامی د مشتركه دښمنانو په ګټه او خوشحالېدو تمامیږی. نو پكار دی خلق او حكومت اجازه ورنكړی په انډونېشيا كښې د دا ډول اختلافاتو او مشكلاتو ته دوام وركړې شی.
1089690