د رهبری خبرګانو د جرګې د دارالانشاء له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د رهبری خبرګانو د جرګې د څلورمې دورې ١٢رسمی غونډه پرون سهار پيل شوه.
د دغې غونډې په پيل كښې استاد ابوالقاسمی د كلام الله مجيد يوشمير آيتونه تلاوت كړل، بيا د رهبری خبرګانو او پوهانو د جرګې مشر آيت الله مهدوی كنی خپله وينا پيل كړه.
دوی د روژې د مباركې مياشتې، د قدس د نړيوالې ورځې او د ناپيئلتوب د غورځنګ د غونډې ارزښتانو بركتونو او لاسته راوړنو ته په اشارې سره دغه ټول دخدای پاك فضل او د اسلامی انقلاب بركت وبلل.
آيت الله مهدی كنی اسلامی انقلاب د دريو اركانو لرونكے وبالۀ او زياته ئې كړه: دا انقلاب به د دغو دريو اركانو سره په غږملتيا سره خپل ارزښتناك ژوند ته همهغه شان دوام وركړی.
دوی د اسلامی نظام پرخلاف د دښمنانو دسيسې نه انكاريدونكې وبللې خو دغه ټول مسائل ئې د ايران د اسلامی جمهوريت د ودې او ترقۍ سبب وبلل.
1091226