IQNA

د ٥+١ډلې سره له موجودو كشالو نه د وتلو لپاره د څواړخيزې ډيپلماسۍ پراختيا

23:11 - September 05, 2012
د خبر لمبر: 2406080
سياسی ډله: د ايران د پوهنتونوالانو د اسلامی ټولنې د څلورمې سراسری غونډې په ٣٤بيانيه كښې اعلان وشو: دغه تشكل د مذاكرې اصل او د څواړخيزې ډيپلماسۍ پراختيا د ٥+١ډلې او د ایټمی انرجۍ د بين المللی آژانس سره له موجودو كشالو او لانجو څخه د وتلو لپاره يو مهم عامل بولی.
د پوهنتونوالانو د اسلامی ټولنې د عمومی روابطو له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران د پوهنتوالانو د اسلامی ټولنې ٣٤سراسری غونډه د پوهنتونو د خلاصيدو په درشل كښې او د ملی توليد او له كار او ايرانی سرمائې څخه د حمايت په كال كښې د اتم معصوم امام حضرت امام رضاعليه السلام د ملكوتی مرقد په خوا كښې ترسره شوه.
د د غې غونډې په پائې كښې يوه بيانيه خپره شوه چې ځينې برخې ئې داسې دی:
د ايران د پوهنتوالانو تنظيم د حضرت امام خمينی(رح) د افكارو په لازياتو بيانولو او د هغو په درنښت باندې په ټينګار سره په ټولنه په تيره بيا د هيواد په پوهنتونی او علمی ټولنو كښې د هغو د ترويجولو يادونه كوی او هم د اسلامی انقلاب د معظم رهبر فرامين په ټولنه كښې د وحدت د رامينځته كولو او د لوړاوی او ترقۍ سبب بولی.
د ايران د پوهنتونوالانو اسلامی تنظيم د ایټمی سونګو د كاملې څرخې په حفاظت كښې د ايران د ایټمی حقوقو څخه د يوځل بيا حمايت په اعلانولو سره د مذاكرې اصل او د څواړخيزې ډيپلماسۍ پراختيا د ٥+١ډلې او د ایټمی انرجۍ د بين المللی آژانس سره له موجودو كشالو او لانجو څخه د وتلو لپاره يو مهم عامل بولی.
د افريقې په شمالی او د ايشيا په لويدیځه سيمه كښې وروستی پاڅونونه د اسلامی انقلاب د انوارو او هم د امام خمينی(رح) د لوړو افكارو د پراختيا نتيجه بولو او له ولسی او اسلامی غوښتنو څخه د حمايت په لاره كښې د ايران د سيمه ايزې ډيپلماسۍ د لازيات تحرك او خوزښت په لازموالی د يادولو په ترڅ كښې د دغو انقلابونو په اصولو كښې د انحراف او د مسلمانو هيوادونو ترمينځ د قومی او دينی اختلافاتو د رامينځته كولو لپاره د لويدیځ او اسرائيلو د كوششونو په نسبت خبردارے وركوو. 1092121

captcha