IQNA

په تركيه كښې د قدس بين المللی كانفرنس ترسره كیږی

23:11 - September 05, 2012
د خبر لمبر: 2406082
سياسی ډله: (( په قدس كښې د اسلامی امت بيداری)) په عنوان سره د قدس اوم بين المللی كانفرنس د تركیې د قدس د بين المللی مؤسسې لخوا د دغه هيواد په استنبول ښار كښې جاری دے.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه بين المللی كانفرنس د كورنيو او بهرنيو برخه والو په شتون سره له پرون څخه پيل شوې او د راتلونكې اتوار يا يكشنبې تر ورځې يعنې د روانې وږی د مياشتې تر ١٩نیټې پورې به دوام ولری.
د دغه كانفرنس د پرانستې د مراسمې په پيل كښې د تركیې د عدالت او پراختيا ګوند استازی نورالدين نباتی(Nureddin Nebati) څرګنده كړه: د قدس مسئله د ټولې نړۍ د مسلمانانو لپاره ډير زيات اهميت لری او مونږ غواړو چې په دغه ښار كښې د پخوا په شان امن او امان راشی او دغه هدف ته د رسيدو لپاره د ځوانانو د سياسی، كلتوری او تاريخی معلوماتو زياتول ډير زيات اهميت لری.
همداشان د قدس د نړيوالې مؤسسې مشر ياسين حمود هم د تركیې او فلسطين لرغونو او پخوانيو اړيكو ته په اشارې سره ټينګار وكړ: تركيه د فلسطين د مسلمانو خلكو د ستونزو د حلولو لپاره هڅه كوی او د دغه هيواد د آزادولو لپاره له هیڅ كومې مرستې نه مخ نه اړوی.
دوی اسلامی بيدارۍ او په مصر كښې رامينځته شويو وروستيو پیښو ته په اشارې سره څرګنده كړه: هر ځوان كوې شی تر خپله وسه د قدس د مشكلاتو د حلولو په لړ كښې اغيزمن ثابت شی.
د وئيلو ده چې دغه كليز كانفرنس د قطر، كويت، سوډان، الجزاير، مصر او يمن په شان هيوادونو كښې ترسره شوے دے او نن سبا د شپږو ورځو په موده په تركيه كښې جاری دے.
1091381

captcha