IQNA

په برطانيه كښې د اسلامی مذاهبو د نزدېكت نړيواله غونډه جوړیږی

22:52 - September 06, 2012
د خبر لمبر: 2406394
نړيواله ډله: ((په اجتماعی سوله كښې د نزدېكت تمدنی رول)) ترعنوان لاندې د اسلامی مذهبونود نزديكت شپږمه نړيواله غونډه د روان هجری نمريز كال د تلې د مياشتې په اتمه نېټه په لندن كښې د اسلامی مركز د عمومی تعلقاتو په همت سره جوړیږی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د برطانیې د اسلامی مركز د عمومی تعلقاتو د فتر په نقل سره رپوټ وركړ، دغه غونډه د تلې د مياشتې په اتمه نېټه د ځای وخت مطابق د سهار په نهو بجو د برطانیې په اسلامی مركز كښې شروع كیږی او د ماښام تر شپږو بجو پورې به دوام ومومی.
د برطانېی اسلامی مركز د غونډې په يوه خصوصی بلنه كښې ويلی دی: د اسلامی مذهبونو نزدېكت ته پكار دی په اوسنۍ لسيزه كښې زياته پاملرنه وشی او بايد د مشتركو موقفونو د مخامخېدنې د خنډونو او شبهاتو د ختمولو لپاره لاره خلاصوونكی وی.
((د اسلامی امت له نظره د اجتماعی سولې ارزښتونه))، ((د اجتماعی سولې بنيادونه او د بشری ټولنې په پراختيا كښې د هغو تاثير)) او ((د امت مخې ته له كلتوری يرغل سر په مقابله كښې د نزدېكت ارزښتونه)) په دغه غونډه كښې د څېړنې وړ محورونو څخه اعلان شوی دی.
د غونډې بله برخه هم د ((مسلمان اقليتونه او اعتقادی ، اجتماعی او سياسی مشكلات))، ((اجتماعی سوله اود مسلمانانو له فكری امنيت سره تعلق)) ، ((په لويدیځ كښې د اسلام په باره كښې له نويو شبهاتو سره په مقابله كښې نزدېكت))، ((د اجتماعی سولې د رامنځته كولو لپاره له دينونوسره د مسلمانانو د مشاركت څه رنګوالے)) او ((اجتماعی سوله ولې د تكفير، تندلاريتوب او شدت پسندۍ مخالفه ده)) په شان موضوعاتو څېړنې ته مختص شوې ده.
د يادونې ده چې د برطانیې اسلامی مركز په ١٣٧٤ هجری نمريز كال د ليندۍ په مياشت كښې په برطانيه كښې د هغه وخت د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د نمائنده آيت الله محسن اراكی تر څارنې لاندې جوړ شو. دغه مركز د خداے د ګران رسول (ص) د بعث له ورځې سره په يو وخت د ايران، برطانیې او نورو اسلامی هېوادونو د كلتوری او اجتماعی شخصيتونو او د مختلفو طبقو د نورو خلكو په موجودګۍ كښې په ١٣٧٧ هجری نمريز كال كښې په رسمی توګه د يوې خېريه ادارې په توګه خپل كار شروع كړ او همدا اوس یې حجت الاسلام والسلمين معزی مشری په غاړه لری.
1090609
captcha