IQNA

په فرانس كښې د اسلامی علومو د زدكړې مركز افتتاح شو

22:52 - September 06, 2012
د خبر لمبر: 2406398
د فكر ډله: د استنبول پوهنتون د اسلام پېژندنې د څانګې په اهتمام سره پرون د وږی د مياشتې په پنځلسمه نېټه د فرانس په سټراسبورګ ښار كښې د اسلامی علومو د زدكړې مركز پرانېستل شو.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې د يورپ په سيمه كښې د دينی علومو د مدرسانو د تربيت په زمينه كښې د دغه مركز فعاليتونه د دغه پوهنتون تر څارنې لاندې ترسره كیږی.
همدا اوس دغه اسلامی مركز په دېرشو محصيلينو سره خپل فعاليت شروع كړے دے؛ البته تر اوسه د اسلامی علومو ٢٣٦ مدرسان د سټراسبورګ ښار د استنبول پوهنتون د اسلام پېژندنې له څانګې څخه فارغ التحصيل شوی دی.
همدارنګ مسئولان هيله من دی چې د دغه مركز په پرانېستو سره به د فارغ التحصيلانو شمېر لا زيات شی، ځكه چې په دغه څانګه كښې تعليم حاصلولو ته ګروهنه لرونكی يورپی محصيلين به تركی ته تګ ته اړتيا نلری او كولې شی د اسلامی علومو په څانګه كښې د زدكړو لپاره دفرانس په اسلامی مركز كښې خپل نومونه ثبت كړی.
1092016
captcha