د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ((المنار)) چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د لبنان له حزب الله سره وابسته دغې برخې په خپله بيانيه كښې دا اقدام د شام د رسنيو (مېډيا) د اواز د غلی كولو لپاره يو كوشش وبالۀ.
د حزب الله رسانه ای تعلقاتو ولېكل: د شام د رسنيو خپرېدل په داسې وخت كښې بند شول چې د دغه هېواد د يو شمېر رسانه ای كاركنانو د تښتولو او وژلو دسيسې د شام د رشنيو د اواز د غلی كېدو سبب نۀ شوې.
حزب الله په خپله بيانيه كې د دغه اقدام په غندلو سره هغه یې په رسانه ای قوانينو باندې د نه عمل كولو او د شام په كورنيو چارو كښې د لاسو وهنو د دوام په وجه وبالۀ.
د حزب الله د رسانه ای تعلقاتو برخې په دوام كښې د شام د ټيلی ويژنی چېنلونو له مديرانو او كاركنانو سره د خپل پېوستون اعلان وكړ او د دروغو له القاء كولواو د حقائقو له اپوټه ښودلو څخه د مخنيوی لپاره د هغوی له رسانه ای فعاليت څخه یې خپل مكمل ملاتړ اعلان كړ.
1093160