IQNA

په هندوستان كښې د استسقاء نمونځ ادا شو

20:38 - September 08, 2012
د خبر لمبر: 2407519
نړيواله ډله: د هند د كديری سيمې د ليربايای اسلامی مدرسې پينځۀ زره طلباؤ د باران د غوښتو لپاره د استسقاء نمونځ اداكړ.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا)د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې د دغې اسلامی مدرسې استاذ انور منصور وړمه ورځ د وږی د مياشتې په ١٦ نېټه وويل: مونږ د دغه نمونځ په ادا كولو سره له خداے پاك څخه غواړو چې په مونږ باندې د رحمت باران نازل كړی او د باران تر نازلېدو پورې به د باران د طلب دغه نمونځ ته دوام وركړو.
هغۀ زياته كړه: دغه نمونخ په روان كال كښې د اوبو د قحطۍ اوږدېدو او هم دا رنګ د ليربايا د مدرسې اود خلقو د كورنو د كويانو د اوبو كمېدو ته په پام سره ادا كړې شو.
1093266
captcha