IQNA

په هند كښې درې سوه كاله پخوانے د سرو زرو قران وموندے شو

21:05 - September 08, 2012
د خبر لمبر: 2407523
د قرانی فعاليتونو ډله: په سرو زرو سره يو ليكل شوے قران شريف چې درې سوه كاله پخوانے د هند د اوترپرېش صوبې په جونپور ښار كښې وموندے شو.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې دغه د سرو زرو قران شريف د دغه ښار د ساجد حميد نومې يو ښاريز په كور كښې وموندے شو.
ساجد حميد وويل: دغه كلام الله مجيد چې ٧٥٦ مخونه لری مونږ ته له پلار نيكونو څخه په وراثت كښې پاتے شوے دے او زمونږ په خاندان كښې له يو نسل نه بل نسل ته منتقل شوے دے او په اوس حال كښې یې مونږ په فخر سره ساتنه كوو.
د ويلو ده چې دغه د سرو زرو قران شريف وړمه د زيارت په ورځ د وږی د مياشتې په ١٦ نېټه د هند د حكومت لخوا د يو معتبر او بنيادی سند په توګه قبول كړے شو.
1093188
captcha