IQNA

د كينیډا حكومت نژاد پال او د صهيونسټانو د سياست تابع دے

23:05 - September 09, 2012
د خبر لمبر: 2408382
سياسی ډله: د اسلامی مؤتلفه ګوند د بين المللی چارو مرستيال په تهران كښې د خپل سفارت په بندولو كښې د كينیډا د حكومت د وروستی اقدام په هكله ووئيل: د كينیډا حكومت وښودله چې كاملاً نژاد پرست او د صهيونسټانو د سياستونو تابع دے او د ايران د اسلامی جمهوريت پرخلاف د غليمانه سياستونو غوره كول د ايران په هكله د كينیډا د حكومت د دریځنيونو اصلی بنياد دے.
د حزب مؤتلفه اسلامی ګوند د بين المللی چارو مرستيال حميدرضاترقی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې په تهران كښې د خپلې سفارتخانې په بندولو كښې د كينیډا د حكومت اقدام او د خپل دغه كار په توجيه كولو كښې د ايران د سوله ايز ایټمی پروګرام او له سورئې څخه د ايران د حمايت په شان دلايلو د اعلانولو په باب ووئيل: كله چې د ناپيئلو په غورځنګ كښې د ملګرو ملتو د سازمان د غړو له دريو نه دوه برخې د ترهګرانه او نيواكګرانه اقداماتو له لارې په سيمه ايزې ناامنۍ او د نړيوالې بحران جوړونې كښې د اسرائيلو رول په ډاګه كوی او په هغه باندې ټينګار كوی، په طبيعی توګه د كينیډا په شان د يو هيواد د نظر څرګندونه چې په بين المللی ډګر كښې هیڅ ارزښت نلری او څوك د هغه دریځ ته اهميت نه وركوی، په بين المللی معادلاتو كښې له سياسی نظره هم هیڅ ارزښت نلری.
دوی په دوام كښې ووئيل: د نړۍ خلك او سياستوالان كينیډا د انګلستان او امريكې مستعمره بولی چې خپل هیڅ اختيار او خپلواكی نلری، نو په دې وجه د كينیډا د حكومت د نظر څرګندونې په حقيقت كښې همهغه د انګلستان او امريكې د نظر څرګندونې دی. 1093981

captcha