IQNA

په الازهر كښې د سلفی شېخانو له نفوذ څخه د مصری ولس اندېښنه

21:11 - September 10, 2012
د خبر لمبر: 2409162
نړيواله ډله: د مصر ولس پرون د وږی د مياشتې په نولسمه نېټه په قاهره كښې په ((الازهر)) كښې د سلفی وهابيانو شېخانو په نفوذ باندې په اعتراض كښې مظاهره وكړه.
د ايران خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم خبری چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د قاهرې خلقو ((د سوله ايز بدلونو لپاره ازادی)) نومې محاذ په دعوت او د ((الازهر د خپلواكۍ لپاره د خلق غورځنګ)) په ملګرتيا سره پرون د مصر د يو ترټولو لوې دينی ادارې په توګه الازهر اسلامی مركز كښې د سلفی وهابيانو په نفوذ باندې په اعتراض كښې د اوقافو د وزارت په وړاندې احتتجاجی مظاهره وكړه.
دغو دواړو ډلو په خپله بيانيه كښې جامعه الازهر ته د ګمراه كوونكو فكری او درامد شويو ډلو په ورننوتوسره تاكيد وكړ. د دغې احتجاجی غونډې دعوت د مصر د جماعت اسلامی له سياسی څانګې ((رغونه او ترقی)) نومې ګوند سره د وابسته سلفی كسانو د منصوب كولو له اعلانه وروسته مطرح شو.
په دغه بيانيه كښې د مشهورو او اعتدال پسندو شخصيتونو په ځاے د وهابی سلفی فكر لرونكو اورپكو او شدت پسندو كسانو د منصوب كولو لپاره هلې ځلې وغندلې او دا چاره یې د الازهر وهابی كولو په نامه ياده كړه.
1095227
captcha