IQNA

په غزې باندې د صهيونېسټ رژيم هوائی حملې

21:12 - September 10, 2012
د خبر لمبر: 2409163
نړيواله ډله: د صهيونېسټ رژيم جنګی الوتكو پرون د وږی د مياشتې په ١٩ نېټه په غزې باندې څلور ځل حملې وكړې چې په نتيجه كښې یې يو ماشوم ژوبل شو.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، په دغو حملو كښې دغزې او مصر ترمېنځ د يو ټنل د بمبارولو له كبله يو شپږ كلن ماشوم ژوبل شو او همدارنګ یې د غزې ښار په ختیځ كښې د ((الفتاح)) نومې سيمه كښې د پوليسو په يو سټېشن باندې حمله وكړه.
د تېرې شورو او زيارت په ورځ هم د نيواكګرو په حملو كښې شپږ فلسطينيان شهيدان شول. د صهيونېسټانو د ادعا برخلاف فلسطينی سرچينو وويل چې دغه ټول شهيدان شوی كسان عامه خلق وو.
په دغو كښې شپږ تنه د غزې په شمال كښې د د هغه هاون په حمله كښې چې د صهيونېسټ رژيم له ټېنك څخه وتوغولے شو شيهدان شو او درې نور هم د غزې په مركز باندې د غاصب رژيم په هوائی حملو كښې په شهادت ورسېدل.
1095525
captcha