سياسی ډله: د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياندوی د سورئې د كړكيچ د هواری لپاره د اسلامی هيوادونو د علماؤ د غونډې ترسره كيدو ته په اشارې سره كومه چې په راتلونكې تلې په مياشت كښې په تهران كښې ترسره كيدونكې ده، ووئيل: په مختلفو هيوادونو كښې بانفوذه او مشهور عالمان د فتنو مخه نيوې شی او په يو روښانه ليد سره په سيمه كښې د مختلفو ټولنو هدايتونكی كيدې شی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياندوی رامين مهمانپرست نن د كورنيو او بهرنيو خبريالانو سره په خبرو كښې د امنيت له شورا څخه د اجازې له اخستو پرته په سوريه كښې د پوځی مداخلې په هكله د امريكې د بهرنيو چارو د وزيرې هيلری كلنټن وروستی ګواښ ته په اشارې سره زياته كړه: د مينځنی ختیځ په هر يو هيواد كښې بهرنے لاسوهنه به دغه ټوله سيمه د جدی كړكيچ سره مخامخه كړی.
د ايران د خارجه وزارت وياندوی همداشان په سوريه كښې د كړكيچ د هواری لپاره د ايران، عربستان، تركیې او مصر د څلوراړخيزې غونډې د نتيجې په هكله كومه چې پرون په قاهره كښې پيل شوه، ووئيل: د سورئې د كړكيچ او بحران د هواری لپاره د مصر د جمهوررئيس وړانديز په دې زمينه كښې له يوشمير مطرحو وړانديزونو څخه دے او نور هيوادونه هم يولړ وړانديزونه لری.
مهمانپرست زياته كړه: تهران هم په ځلونو اعلان كړے دے چې د هر هغه اقدام حمايت كوی كوم چې د سورئې د كړكيچ د هواری سره په ډير غوره شكل او له بهرنۍ مرستې پرته مرسته وكړی. 1096380