IQNA

د كويت له درې ميليونی نفوسو يا آبادۍ څخه ١٤زره كسان حج ته لیږل كیږی

19:27 - September 11, 2012
د خبر لمبر: 2409984
ټولنيزه ډله: سږ كال به د حج تمتع په موسم كښې څلوارلس زره كويتيان د حج تمتع د مناسكو د ترسره كولو لپاره شتون ولری چې د كويت لږې آبادۍ او نفوسو ته په پام سره له ټاكل شوی حد نه زيات خو د سعودی عربستان لخوا تصويب شوی دی او په دې مينځومان كښې د ايران له ٧٥ميليون آبادۍ نه يوازې ٧٥زره كسان سږ كال حج ته ځی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د كويت د حكومت د حج او بهرنيو اړيكو د كلتوری چارو په غږملتيا كښې د اوقافو او اسلامی چارو د وزارت مرستيال مطلق بن راشد القراوی اعلان وكړ: ١٤زره كويتيان د ذی القعدې د مياشتې په وروستيو كښې د ١٤٣٣هجری قمری كال د حج د مناسكو د ترسره كولو لپاره د وحی ټاټوبی ته لیږدول كیږی.
دۀ زياته كړه: له دغه شمير څخه څلور زره كسان په كويت كښې استوګن بهرنيان دی، تقريباً ٩٠فيصده كويتيان به له هوائی لارې او باقی د ځمكې له لارې ولیږل شی.
د وئيلو ده چې د سعودی چارواكو د ادعا پرخلاف چې د هيوادونو لپاره د حج ونډه د زرو تنو په سر د يو حاجی په اساس ده، دغه فارموله د كويت د حاجيانو لپاره نه ده كاروله شوې او د هغوی شمير د اسلامی همكارۍ د سازمان چې مخكښې ئې نوم اسلامی كانفرنس وو، د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو له ټاكل شوی حد نه زيات دے. 1096212
captcha