د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د trouvetamosquee د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د رسنيو د رپوټ له مخې د روژې د مباركې مياشتې د اخېری جمعې يعنې د قدس د نړيوالې ورځې په موقع چې د ټورنټو ښار خلقو ځانونه له قدس شريف او فلسطين څخه د ملاتړ جلوس ته چمتو كول چې آلن اېنسټوس نومې يو كس د يوې مسلمانې ښځې په لور خپل سپې وهڅولو چې امنيتی ځواكونو دغه سړے ونيوۀ.
اسلام دښمنه عناصرو هم له دغې واقعې څخه ناوړه استفاده وكړه او اوس یې په فېس بك كښې د يو عام دعوت له لارې د دغه ګستاخ سړی په ملاتړ كښې خلق رابللی دی چې د جمعې په ورځ د روانې وږی د مياشتې په ٢٤ نېټه چې د ستمېر د مياشتې له چوارلسمې نېټې سره سمون خوری د جمعې د نمانځۀ په وخت د اونټاريو جومات په مخكښې له خپلو سپو سره راغونډ شی او د جومات بېحرمتی دې وكړی. د هغوی په قول د هغوی دا جسارت د كېنېډا د اسلامی كولو په خلاف احتجاج دے. هغوی په خپله بلنه كښې دعوا كړې ده چې په دغه احتجاج كښې به د كنېډا هندوان هم له مونږ سره ملګری وی.
له بلې خوا اسلامی ډلو د كنېډا له خلقو غوښتی دی چې له سپكاوی نه د دغه ډك اقدام د مخنيوی لپاره دې خپل رپوټونه په پوليس تاڼو كښې درج كړی او د فېس بك مسئولانو ته دې هم پېغامونه وركړی چې د دا ډول بلن ليكونه دې له فېس بك څخه لرې كړی.
1095234