IQNA

بودائی شوونيزم د برما د مسلمانانو په حق كښې يو بل ظلم

21:12 - September 12, 2012
د خبر لمبر: 2410307
سياسی ډله: د برما مانكانو (يعنې بودائی ملايانو) له دغه هېواد څخه د مسلمانانو د وېستلو لپاره د يو احتجاجی جلوس په جوړولو سره شوونېزم ته چې د دغې سيمې د مسلمانانو په خلاف يو بل ظلم دے لمن ووهله.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د ختیځ او جنوب ختیځ د څانګې د رپوټ له مخې دې ته په پام سره چې د دغه هېواد د مسلمانانو د له خونړی قتل عام څخه زياته موده نۀ ده تېره شوې. د برما مانكانو (بودائی مليانو) د دغه هېواد دمسلمانانو په خلاف احتجاجی جلوس ووېستۀ.
دغه جلوسونه چې د وږی د مياشتې له نولسمې نېټې څخه شروع شوی وو وړمه ورځ د وږی دمياشتې تر شلمې نېټې پورې یې دوام وموند.
دغه جلوس د بودايانو له هغو جلوسونو نه پس چې په ٨٦ كال كښې وتلی وو د برما د بودائی مانكانو تر ټولو لوے احتجاجی جلوس ؤ. بودائی مليانو په خپلو دغو مظاهرو كښې له دغه هېواد څخه د مسلمانانو د شړلو غوښتنه وكړه.
د ويلو ده چې شوونېزم په خپله اصلی او ابتدائی معنا كښې يو ډول افراطی وطن پرستی ، له نورو سره دښمنی او په خپله برترۍ باندې د پټو سترګو ايمان او قامی برتری ده. په شوونېزكښې د هر ډول افراطی، اورپكی او غېر عاقل خلق شاملیږی.


1095818
captcha