IQNA

د پاكستان ولسمشر، حكومت او ملت ته د احمدی نژاد پيغام

10:25 - September 13, 2012
د خبر لمبر: 2410475
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر په يوه پيغام كې په كراچۍ او لاهور كې له دوو بوږنوونكو پېښو وروسته د پاكستان حكوت او ملت ته په دې پېښو كې د يو شمېر پاكستانيانو د وژل كېدو له امله ډاډګيرنه وويله.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ولسمشر د دفتر له ويب پاڼې یې نقلوی چې د ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد د پاكستان ولسمشر اصف علی زرداری ته په خپل پيغام كې د دغه هېواد په كراچۍ او لاهور ښارونو كې د اور لګېدنې د دوو پېښو له امله چې د ډېرو پاكستانيانو د مرګ ژوبلې لامل شوې دی خواشنی څرګنده كړه.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر په دې پيغام كې هم دا رنګه د پاكستان دولت او ملت ته د ايران د دولت او ملت له خوا د ډاډګيرنې په وړاندې كولو سره وژل شويو كسانو ته له خدای جل جلاله څخه د بخښنې او رحمت او ټپيانو ته د زر تر زره شفا او د پاكستان ورور دولت او ملت ته د سرلوړۍ غوښتنه وكړه.
د ويلوه ده چې د پاكستان په كراچۍ او لاهور ښارونو كې په دوو كارخانو كې د اور لګېدنې له امله له دوه نيم سوه ډېر كسان وژل شوی او ډېر شمېر نور ټپيان دی.
http://www.president.ir/fa/41783
captcha