IQNA

د قذافی په لاس د امام موسی صدر او د هغوی د ملګرو د شهادت ادعا

16:14 - September 13, 2012
د خبر لمبر: 2410627
بين المللی ډله: د قذافی د رژيم د استخباراتی سازمان مشر په يولړ ويناؤ كښې دعوه وكړه چې د ليبيا پرزيدلی ډيكټاټور امام موسی صدر او د هغوی ملګری قتل كړی دی.
د tayyar.org خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د معمر قذافی د استخباراتی سازمان رئيس عبدالله السنوسی چې د موريتانيا د چارواكو له موافقې نه پس طرابلس ته ستون شوے او د ليبيا چارواكو ته سپارل شوے دے، اعتراف وكړ چې د ليبيا وژل شوی ډيكټاټور د امام موسی صدر او د هغۀ د ملګرو د قتلولو حكم صادر كړے وو.

دۀ زياته كړه: امام موسی صدر په كال ١٩٧٨كښې په لبنان كښې كورنی جنګ ته د لمن وهلو لپاره د قذافی لخوا د وسلو او پيسو د ترلاسه كولو سره مخالفت وكړ او د قذافی د محافظان له دخالت كولو نه مخكښې دواړو پخپلو كښې لاس ولګوۀ.

السنوسی ادعا وكړه چې معمر قذافی بې له ځنډه د خپلو سترګو په وړاندې د امام موسی صدر او د هغۀ د ملګرو د قتلولو حكم وركړ او هغوی ئې د پلازمينې طرابلس سره نژدې په يوه صحرائی سيمه كښې دفن كړل.
امام موسی صدر او د هغوی ملګری چې د معمر قذافی په بلنه په يو رسمی سفر كښې ليبيا ته تللی وو، د ١٣٥٧كال د وږی د مياشتې په نهمه نیټه ورك شول او له هغه وخت نه تراوسه پورې د صهيونسټی رژيم پرخلاف د مقاومت له بنسټ ایښودونكو څخه او د شيعه مسلمانانو د دغه تكړه او مشهور شخصيت د شهادت يا ژوندی والی په هكله ګڼ شمير رپورټونه مطرح شوی دی. 1097191

captcha