IQNA

په قاهره كښې د امريكې د سفارتخانې په خواؤشا كښې نښتې جاری دی

20:45 - September 13, 2012
د خبر لمبر: 2410740
بين المللی ډله: له نن سهار څخه د اسلام د ګران قدره پيغمبر(ص) پرخلاف له سپكاوی نه د ډك فلم په جوړولو باندې د اعتراض لپاره د امريكې د سفارت په نژديو كښې په قاهره ښار كښې د خلكو په زياتيدو سره امنيتی ځواكونو په هغو باندې اوښكې بيونكے ګيس وپاشۀ.
د العالم خبری چينل په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: په قاهره كښې د امريكې د سفارتخانې په نژديو كښې د خلكو اعتراضی ناسته تيره شپه هم جاری وه او له نن سهر وختی څخه د اعتراض كونكو خلكو شمير په زياتيدو دے.
د مصر امنيتی ځواكونو د معترضانو د شمير زياتيدو ته په پام سره د هغو د تيت پركولو لپاره اوښكې بيونكے ګيس وپاشۀ. د دغه رپورټ په اساس د امريكې د سفارتخانې سره نژدې د اعتراض كونكو خلكو او د مصر د امنيتی ځواكونو ترمينځ نښتې له نن سهر څخه بيا پيل شوی دی. 1097390

captcha