IQNA

محمد مرسی: د سوله ايزو ولسی اعتراضونو ملاتړ كوم

14:27 - September 14, 2012
د خبر لمبر: 2411047
نړيواله ډله: د مصر ولسمشر محمد المرسی وويل د سوله ايزو مظاهرو او اعتراضونو ملاتړ كوم خو په خلكو او سفارتونو حملې يو ناسم اقدام ګڼم.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د مصر ورځ پاڼی الاهرام یې نقلوی پس دې چې د اسلام ضد او سپك فيلم خپريدا او د اسلام د ګران پيغمبر اكرم (ص) په شان كې په ګستاخۍ په اعتراض كې د مصر په قاهرې كې د امريكې د سفارت په ديوالونو د پاريدلو خلكو د شعارونو له ليكلو او په ديوالونو د ځوانانو بره ختلو وروسته، د مصر ولمسشر په يوې وينا كې چې د دغه هيواد له ټيليويژن څخه خپره شوه وويل د عقيدې په څرګندونو، د اعتراضونو د ترسره كيدا آزادی او د دریځونو اعلانول تضمينیږی، خو په سفارتونو، ډيپلوماټيكو پلاويو، حكومتی او خصوصی ځايونو له حملو او تيريو پرته بايد پر نورو تيری ونه شی.
د مصر ولسمشر محمد المرسی د بهرنيو ښاريزو د ساتنې په باب د ژمنې په كولوسره په ليبيا كې د امريكې د سفير وژله محكومه كړه د مصر اعتراض كونكو وړمه شپه په قاهرې كې د امريكا د سفارت په ديوالونو په ختلو سره د دغه هيواد بيرغ نسكوركړ او اوور ئې ورواچوهّ او دغه راز ئې د هغه بيرغ په ځآی د لا اله ال..... ليكل شوی بيرغ ورپاوهّ.
وړمه شپه د ليبيا په بنغازی ښار كې پاريدلو خلكو د امريكا په كونسلګرۍ په حملې سره پكښې د موجودو ساتونكو د ډزو په ځواب كې د امريكې سفير او ورسره درې نور ډيپلومآټان هم ووژل او دغه راز ئې كونسلګری په بشپړ ډول وسوزوله.
1097568
captcha