IQNA

په مصر كې نن هم د امريكې د سفارت مخ ته مظاهرې وشوی

17:34 - September 14, 2012
د خبر لمبر: 2411090
نړيواله ډله: په مصر كې د امريكا د سفارت مخ ته پرله پسې څلورمې ورځې هم مظاهرې شوی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم خبری چينل یې نقلوی چې د مصر په پلازمينې قاهرې كښې د امريكا د سفارت مخ ته د پوليسو او مظاهره چيانو ترمينځ چې په امريكا كښې د جوړ فيلم پر ضد اعتراض لری اخ و ډب رامينځته شوی.
د مصر مظاهره چيانو چې اكثره یې زلميان وو په پوليسو كاڼی وويشتل او پوليسو هم په ځواب كښې اوښلن ګازونه وشيندل.
په دغه اخ وډب كښې يو شمير مظاهره چيان او پوليس ژوبل شوی هم دی. په قاهرې كښې د امريكا سفارت ته تلونكی لارې له كاڼو او تیګو ډكې دی.
د مصر اخوان المسلمين ډلې چې ولسمشر محمد مرسی ېې هم غړی دی په ټول هيواد كښې د جوماتونو د باندې د سوله ايزو مظاهرو غوښتنه كړی ده. په امريكې كښې د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه واله وسلم ته د سپكاوی په اړه د جوړ فيلم پرضد د ټولې دنيا د مسلمانانو غوسه زياته شوی ده او نن د ايران په شمول په ډيرو مسلمانو هيوادونو كښې خلكو د امريكا پرضد سترې مظاهرې كړی دی.
1097963

captcha