IQNA

دسيسې لا بې شرمانه شوې دی، د اسلامی بيدارۍ له څپې څخه د صهيونسټانو اندیښنه

23:00 - September 15, 2012
د خبر لمبر: 2412047
سياسی ډله: آيت الله هاشمی رفسنجانی د يو پيغام د صادرولو په ترڅ كښې د اسلامی بيدارۍ له څپې څخه د صهيونسټانو په اندیښنې په د ټينګار په ترڅ كښې د اسلام د قدمن پيغمبر(ص) د نورانی شخصيت او ساحت په نسبت په سپكاوی كښې د امريكائی او صهيونسټی سپك فلم د توليدولو او ښودلو دسيسه وغندله او د نړۍ د مسلمانانو متحد او يوموټے غبرګون ئې د هغوی د راتلونكی لپاره يو تاريخی درس او عبرت وبالۀ.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د نظام د مصلحت د تشخيص د ټولنې د مشر آيت الله هاشمی رفسنجانی په پيغام كښې راغلی دی: په اسلامی ارزښتونو او مقدساتو باندې د استكباری نړۍ او صهيونسټانو يرغل ډيره اوږده مخينه لری او دا كار په تيرو كلونو كښې د اسلامی بيدارۍ د څپې په دليل چې د صهيونسټانو او د هغوی د لويدیځو انډيوالانو د ويرې او اندیښنې سبب شوې ده، زيات شوے دے چې البته دغه يرغلونه هر ځل خپله د هغوی پرخلاف او په زيان تمام شوی دی او د اسلامی نړۍ او د منصفو نظرخاوندانو د لازياتې كركې او نفرت سبب كیږی.
دغه نوې دسيسه له مخكښې نه لازياته بې شرمانه او ګستاخانه ښكاری او په همدې وجه مسلمانان هم لازيات عكس العمل څرګندوی. نو ځكه د اسلام د قدرمن پيغمبر حضرت محمدمصطفی(ص) د پاك او نورانی شخصيت په نسبت دغه ستره او نه بخښل كيدونكی دسيسه چې د نړۍ د ميليونونو مسلمانانو زړونه ئې خوږ كړی دی، محكومه او غندل شوې ده.
هيله من يم چې هغه غاښ ماتونكے ځواب چې د نړۍ مسلمانانو په متحده توګه او په يوه آواز دغې صهيونسټی او امريكائی دسيسې ته وركړ، د هغوی د راتلونكې كړنلارې لپاره يو تاريخی درس او عبرت وی. 1098726

captcha