IQNA

په قم سپیڅلی ښار كې د درستې نړۍ دينی طلبه ؤ د نړيوال استكبار په ضد لاريون وكړ

22:18 - September 16, 2012
د خبر لمبر: 2412862
سياسی ډله: د درست ايران د دينی حوزو روحانيونو او طلبه ؤ د قم د سپیڅلی ښار په فيضيه علميه حوزې كې په غونډېدا سره د اسلام د ګران پيغمبر په شان كې د ګستاخ امريكائی صهونيسټی فلم له توليد او خپريدا خپله سخته كركه اوغوسه نندارې ته وړاندې كړه.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له حوزه خبری اژانس یې نقلوی چې راپور ښئ د درست هيواد دينی طلبه ؤ او روحانيونو نن په دغه ولولناك او عمومی لاريون كې د اسلام د ګران پيغمبر سپكاوی د امريكا او صهونيسټی لابيو يو بل سپين سترګيتوب وبالهّ.
په دغه ولولناك لاريون كې د رهبرۍ د خبرګانو شورا غړی آيت الله احمد خاتمی د علميه حوزو د مدير او د لوړې شورا د عمومی منشی په شتون كې وويل مسلمان ملتونه بايد د استكباری قدرتونو د اسلامی ضد سپكاويو په وړاندې چورلټ مقاومت وكړی او اسلامی حكومتونه بايد له خپلو ملتونو څخه په الهام اخستو سره ویښ شی او د اسلامی سپیڅلتياؤ د سپكاويو په وړاندې دې جدی غبرګون وښئ
د ويلو ده چې په دې لاريون كې د نړۍ نږدې پينځه اتيا هيوادونو دينی طلبه ؤ هم ګډؤن وكړ او دا اقدام یې وغانده.
http://www.hawzahnews.com/news/1973/301543/شركت+طلاب+غير+ايرانی+در+تجمع+بزرگ+حوزويان


captcha