سياسی ډله: د مذهبونو د نژديكت د نړيوال تنظيم ستر سيكتر څرګنده كړه: د حضرت محمدمصطفی(ص) په سپكاوی كښې د امريكائی او صهيونسټی ډايريكټر ستر او نه بخښل كيدونكے جنايت د لويدیځ د دروغجن تمدن د مدعيانو او د امريكائی سياستوالانو د سترو جنايتونو د زنځير يوه بله كړۍ ده چې په تيرو وختونو كښې ئې هم د اسلام او مسلمانانو پرخلاف صليبی جنګ اعلان كړے وو.
د اسلامی مذهبونو د نژديكت د نړيوال تنظيم د عمومی روابطو له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې، د دغه تنظيم سترسيكتر آيت الله اراكی د اسلام د ګران قدره پيغمبر(ص) د حرمت په نسبت د وروستی ستر سپكاوی په هكله ووئيل: د دغه جنايت د ترسره كولو هدف او موخه د مسلمانانو په مقدساتو په تيره بيا زمونږ او د قرآن كريم د هويت په سيبول يعنې زمونږ په خوږ او قدرمن پيغمبر حضرت محمدمصطفی(ص) باندې حمله او اسلامی امت او د هغۀ د وحدت او اتحاد د عواملو د موجوديت بنيادونو ته ګوذار وركول دی.
دوی په عين حال كښې په دې بيان سره چې د نړۍ د ټولو مسلمانانو په تيره بيا په ټولو هيوادونو كښې د سياستوالانو او مسئولانو لخوا د دغه شيطانی سياست سره په مقابله كښې د يوموټی دریځ غوره كول يو لازم كار دے، ووئيل: د اسلامی مقدساتو پرخلاف يوه دسيسه د مسلمانانو د ډلو ترمينځ د فتنې د اچولو او پخپلو كښې د هغوی د نښلولو د دسيسې سره په غږمله توګه وجود لری.
دوی څرګنده كړه: دغه دوه سترې دسيسې يو واحد هدف تعقيبوی او هغه، د مسلمانانو د اتحاد خرابول او د اسلامی امت د مخ په زياتيدو او سترې بيدارۍ مخنيونه او همداشان د هغه واحد اسلامی امت د جوړيدو مخه نيونه ده چې د بشريت د نړۍ ستره مشری به په غاړه ولری. 1100266