د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا)د اېشيا د لويدیځ او لويدیځ جنوب د څانګې د رپوټ له مخې ، د دغه هېواد د ديانت د چارو د تنظيم مشر محمد ګورمز په تېرو ورځو كښې وويل: د جوماتونو معماری او د هغې كاركردګۍ او ښكلا ته په دې وروستيو كلونو كښې خاصه پاملرنه شوې ده او دې چلند ته په پام سره د هېواد د ديانت د چارو تنظيم كوشش كوی د رغوونكو تجويزونو او نظرونو په حاصلولو سره له هغو څخه تر ټولو غوره عملی كړی.
هغۀ دې ته په اشارې سره چې ٩٩ فيصد جوماتونه د خلكو او مخيرو كسانو په لاسو جوړ كړې شوی دی څرګنده كړه: د تركی د ديانت د چارو تنظيم په دې لړ كښې د خپل كردار د ادا كګولو لپاره كوشش كوی، په دې بنياد په دغه سيمينار كښې به د ماډرنو جوماتونو د پلاننګ لپاره د ماهرانوله تجويزونو او نظرونو څخه استفاده وكړې شی چې وكړې شو د ماډرن جوماتونو په جوړولو سره د خلقو ضرورتونو ته ځواب ويوونكی يو.
هغۀ دې ته په اشارې سره چې د تلې د مياشتې دويمه هفته د جوماتونو هفته نومولې شوې ده د ماتو ګوډو او معلولانو حالت او د هغوی مشكلاتو ته په پام سره د جوماتونو په پلاننګ باندې تاكيد وكړ.
د يادونې ده چې دغه سيمينار به د كورنيو او بهرنيو ماهرانو، عالمانواو متفكرانو په ګډون سره جوړیږی.
1099519