IQNA

د لبنان د صور عالمانو د حسن نصرالله په بلنه لبېك ووایۀ

21:56 - September 18, 2012
د خبر لمبر: 2414627
نړيواله ډله: د لبنان د صور سيمې د علماؤ انجمن د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې له سپكاوی نه د ډك امريكائی صهيونېسټی فېلم د غندلو لپاره د احتجاجونو د دوام په حقله د سيد حسن نصرالله دعوت ته لبېك ووایۀ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د لبنان چاپ الانتقاد ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، د لبنان د صور ښار د علماؤ د انجمن مشر شېخ علی ياسين د صور ښار له خلقو وغوښتل چې دغه احتجاجی مظاهرې به د خداے له ګران رسول (ص) سر ه د عشق او مينې د ښودلو لپاره سبا د وږی د مياشتې په ٢٩ نېټه كیږی.
شېخ علی ياسين په دوام كښې وويل: ټول مسلمانان او مسيحيان د پېغمبر اكرم (ص) د مقدس شان په سپكاوی كښې په فېلم باندې معترض دی، ځكه چې دغه فېلم د امريكې او صهيونېسټانو يوه دسيسهده چې پكښې یې عرب نړۍ او سيمه هدف ګرځولې ده.
په همدې لړ كښې د لبنان مختلفو انجمنونو او مسلمانو شخصيتونو هم د بيله بيلو بيانيو په جاری كولو سره دغه ګستاخانه فېلم وغاندۀ او وې ويل چې دا فېلم د اسلامی او عربی امت په خلاف وبالۀ.
1101060
captcha