د ايران قرانی خبرې اېجنسۍ (اېكنا) د arcinfo د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د جرمنی دكورنيو چارو د وزارت وياند هانډريك لورګس وويل: د بهرنيو چارو د وزارت له مخې جرمنی ته د ګستاخانه فېلم د جوړونكی داخله د امنيتی دلائلو له مخې ممنوع ده.
هغۀ زياته كړه: د جرمنی حكومت وړمه ورځ د دغه هېواد خاورې ته د اسلام دښمنه امريكائی پادری تری جونز د داخلېدو اجازت ورنكړ او دغه ممنوعيت د فېلم د جوړوونكو عواملو لپاره هم عملی كیږی.
همدارنګ د جرمنی وزيراعظمې آنګلا مركل هم وړمه ورځ په يوه وېنا كښې په دغه هېواد كښې د مسلمانانو په خلاف د ګستاخانه فېلم د خپرېدو د ممنوعيت له احتمال څخه خبر وركړ او وې ويل: زما په نظر ډېر دلائل د دغه فېلم د خپرېدو د ممنوعيت لپاره موجود دی. چې تر ټولو مهم یې د امنيت ګډوډی ده.
هغې تاكيد وكړ د دغه فېلم د خپرېدو په اړه د مسلمانانو قهر او ناراضګی درك كوم خو له هغوی څخه غواړم چې خپل احتجاجونه دې له تشدد نه په ډډه كولو سره جاری وساتی.
د جرمنی ورځپاڼو رپوټونه وركړی وو چې دجرمنی يو ښی پاله افراطی ګوند Pro Deutschland اراده لری چې دغه ګستاخانه فېلم د جرمنی په برلن ښار كښې خپور كړی او په همدې وجه یې امريكائی ګستاخ پادری ته بلنه وركړې وه چې په دغه غونډه كښې چې پكښې به دغه فېلم خپروی ګډون وكړی.
خو د جرمی د كورنيو چارو وزارت تری جونز او د دغې فېلم نورو جوړوونكو ګستاخانو ته د جرمنی خاورې ته د ننوتو اجازت ورنكړ.
1101277