د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې د دغه هېواد د حج د زائرانو وړومبۍ ډله د تركی د انكېرې، ډنيزلی، الازيق، غازی آنتپ او هاتائی صوبو د دوه زره ١٣٤ كسانو باندې مشتمله وه.
دغه كسان به په مدينه منوره كښې اتۀ ورځې قيام كوی او بيا به د مكې مكرمې په لور روانیږی.
دغې ډلې له رخصتېدو نه مخكښې پرون د وږی دمياشتې په ٢٨ نېټه د تركیې د ديانت د چارو د تنظيم د مشر محمد ګورمز او د دغه تنظيم د مرستيال اكرم كلش په ګډون سره يو لړ د جشن مراسم ترسره كړل.
د ويلو ده چې د دغه هېواد حج د زائرانو وروستۍ ډله به د تلې د مياشتې په ٢٩ نېټه د وحی ټاټوبی ته لېږل كیږی.
1101529