د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مركزی اېشيا د څانګې د رپوټ له مخې د قرقېزستان د پارلېمان ممبر تورسونبائی باقراولو، د دغه هېواد د ښځو د غېر سركاری تنظيم ((متكلم)) مشرې مېرمن جمال فرانت بېك قېزی، د ((عقل، روح او ايمان)) نومې موسسې مشر او د ((دين، سياست او حقوق)) نومې موسسې نمائنده په يوه غونډه كښې چې پرون د وږی د مياشتې په ٢٨نېټه جوړه شوه د احتجاجی مظاهرو په جوړولو باندې تاكيد وكړ.
په دغه غونډه كښې ګډون كوونكو په رسمی توګه اعلان وكړ چې قرقېزی مسلمانان د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې د ګستاخانه فېلم جوړول او ښودل هیڅكله نۀ شی زغملې او په همدې دليل خپلې احتجاجی مظاهرې شروع كوی.
ګډون كوونكو همدارنګ غوښتنه وكړه چې د قرقېزستان عدليه دې د دغه ګستاخانه فېلم جوړول يو دهتشګردانه او افراطی حركت معرفی كړی او په دغه هېواد كښې د دغه فېلم خپرول ممنوع اعلان كړی.
د غونډې په اخېركښې دغه ګستاخانه فېلم د د اسلام د مبين دين په خلاف د امريكې د ظالمانه سياستونو نتيجه وبللې شوه.
1101218