IQNA

د شام له حكومت څخه د تركی د خلقو ملاتړ

21:17 - September 19, 2012
د خبر لمبر: 2415528
سياسی ډله: د تركی د هاتائی (اسكندرون) صوبې د انتاكیې ښار خلقو په دغه ښار كښې ((شام او تركی وروڼه)) تر عنوان لاندې د شام د حكومت په ملاتړ كښې يو مظاهره وكړه.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې د انتاكیې خلقو د وږی د مياشتې په ٢٦ نېټه ((تركی او شام وروڼه دی))، ((امريكا خائنه ده)) ، (( د تركی حكومت دې استعفا وركړی))، ((مړۀ دې وی دهشتګرد)) او ((دهشتګرد دې له شام نه ووځی)) په شان نعرو باندې مشتمل پلې كارډونه او بېنرونه په اوچتوولو سره زبردسته مظاهره وكړه. د انتاكيه سيمې د مظاهره كوونكو خلقو د خورولو لپاره له اوښكو بينوونكو ګېسونو او پلاسټكی ګوليو څخه استفاده وكړه چې بالاخره د پوليسو او مظاهره كوونكو ترمېنځ نښته رامنځته شوه.
همدارنګ پوليسو په دغه مظاهره كې د ګډون لپاره د نورو سيمو نه د خلقو د راتلو د مخنيوی لپاره په سړكونو او لارو كښې سخت امنيتی تدابير غوره كړی وو. او د دغه صوبې ګورنر په دغه صوبه كښې د هر ډول مظاهرې ممنوع اعلان كړې.
د دغه هېواد مزدورانو دګوند نائب صدر حسن بصری اوزبی په يوه وېنا كښې څرګنده كړه: چې د شام د حكومت په حمايت كښې د مظاهرو بندولو د منلو وړ چاره نه ده او مونږ به په هر قيمت د شام له حكومت څخه خپل ملاتړ اعلانوو.
1100544
captcha