د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ولسمشر د دفتر له ويب پاڼې یې نقلوی چې د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر، محمود احمدی نژاد نن د ملګرو ملتونو په عمومی اسمبلۍ كې د ګډون لپاره نيويارك ته د خپل سفر په درشل كې هيله مندی څرګنده كړه چې د ملګرو ملتونو په عمومی اسمبلۍ كې وينا، د بشريت راتلونكې لاره روښانه كړی. ښاغلی احمدی نژاد د دې په بيانولو سره چې نيويارك ته په سفر كې به د ځينو هېوادونو له لوړ پوړو چارواكو سره دوه اړخيزه خبرې اترې ترسره كړی وويل چې په دې سفر كې د مختلفو هېوادونو له مشرانو او د ملګرو ملتونو د عمومی مشر سره كتنې او خبرې اترې په پام كې نيول شوې دی.
1102429