د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ملېشيا د Bernama خبری اېجنسۍ په نقل سره رپوټ وركړ په مكه مكرمه كښې د اسلام نړيوال انجمن عمومی سېكتر وويل: پكار نۀ دی داسې يو فېلم د بيان د ازادۍ په نامه جوړ شی، ځكه چې په دنيا كښې سوله له منځه وړی.
هغۀ په بېنكاك كښې په (( د جنوب ختیځې اېشيا په هېوادونو كښې د دين او سولې مسئله)) تر عنوان لاندې نړيوال سيميار كښې له ګډون نه وروسته ددې مطلب په بيانولو سره وويل: مونږ دغه فېلم په سختۍ سره غندو او اعلان كوو چې دداسې يو فېلم جوړولو د منلو وړ نۀ دی.
هغۀ له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې دغه فېلم چې د خداے دګران رسول (ص) په حقله یې ټول حقائقو تحريف كړی دی وغندی.
هغۀ څرګنده كړه چې خبرې اترې او بحث مباحثه د مسئلې د اواری لپاره يوازنۍ لاره ده.
1102227