د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چی د تهران له رادیو له سایت یی نقلوی محمود احمدی نژاد روښانه كړه د په اته كلنې سپیڅلی دفاع كې د ايران د ملت قربانی او سرښيندنې انسانی آئیډياؤ او خپلواكۍ ته د ملتونو د رسيدا لپاره او دغه راز خپلو موخو د ترلاسه كولو لپاره ملتونه په تيرو درو لسيزو كې د ايران د ملت هوډ او اراده مطالعه كولی شی.
ډاكټر احمدی نژاد د ايران د ملت پرمختګ او سرلوړی په اته كلنې دفاع كې د اسلامی ايران د وسله وال ځواك د هلوځلو او سرښيندنو پامته داره وبلله او ټينګار ئې وكړ د ايران وسله وال ځواك په سيمې كې د سولې او ثبات او د اسلامی انقلاب د ارزښتونو او برياؤ ساتونكی دی.
محمود احمدی نژاد روْښآنه كړه د ايران دښمنانو د تپلی جنګ په شپو ورځو كې د اسلامی ايران په ضد ډول ډول دسيسې پلان كړې خو د ايران د ملت میړنتوبونو او قربانيو دغه ټوله دسيسې شنډې كړې.
د اسلامی ايران ولسمشر همداراز د ملتونو كمزورتياوې ، او دهغو دپرمختګ ،پراختيا خنډونه دسلطې دنظام وروستۍ موخه وبلله اوزياته ئې كړه ملتونه د استكبار له سلطې د ژغوريدا لپاره بايد د خپلواكۍ او پراختيا په لاره كې پخپلو توانمنيو تكيه او يووالی او وحدت ته مخه كړی.
ډاكټر احمد ی نژاد دخپلې وينا په يوې بلې برخې كې د بيان دآزادۍ ددفاع كونكو ځينو هيوادونو كې داسلام د ګران پيغمبر په شان كې ګستاخۍ د دينونو اوفرقو ترمنیځ ددرز او تفرقې د رامنیځةكولولپآره د استعمار اونړيوال صهونيزم دسيسه وبلله اوروښانه ئې كړه دغه دسيسې په سيمې كې د صهونيسټ منزوی رژيم دموجوديت لپاره په ژغورونكی چوكاټ كې ترسره كیږی.
د اسلامی ايران ولسمشر روښانه كړه لويدیځی هيوادونه د صهونيسټانو د انسانی ضد سياستونو اجراكونكی او توجيه كونكی دی خو مسلمانان به په هوښيارۍ او ځيرتيا سره د دغو دسيسو په وړاندې مقاومت وكړی او پريكنده ځواب به وركړی.
1103270