IQNA

په بېروت كښې د مسلمانو ليكوالانو غونډه وشوه

21:23 - September 22, 2012
د خبر لمبر: 2417179
د هنر ډله: مسلمان جرنلسټان، ليكوالان او متفكران د اسلامی ټولنو د وروسيتو پېښو د څېړلو لپاره د لبنان په پائېتخت بېروت كښې راغونډ شول.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) دﻻ لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې په دغه غونډه كښې چې د يولسو اسلامی هېوادونو د مسلمانو ليكوالانو، جرنلسټانو او متفكرانو په ګډون سره د وږی د مياشتې په ٢٩ نېټه وشوه فلسطينی ليكوال او شناندی منير شفيق د اسلامی هېوادونو د سياسی شناندو د نړيوال انجمن د جوړولو د اهدافو او د فعاليتونو د څه رنګوالی په باره كښې وېنا وكړه.
دغه انجمن د مسلمانو هېوادونو ترمېنځ د اسلامی يووالی د تقويت او د همكارۍ، له اسلامی حركتونو او بېدارۍ څخه د ملاتړ، د مسلمانانو له حق او حقوقو څخه د ملاتړ، د نړيوال استكبار او صهيونېزم سره د مخالفت او د نړۍ په مختلفو سيمو كښې له مظلومومسلمانانو څخه د هر اړخيز په تېره بيا د رسانه ای ملاتړ په اهدافو سره جوړ شوے دے.
د ويلو ده چې د سياسی شناندو د نړيوال انجمن د فعاليتونو مركز به تهران وی او د ضرورت په صورت كښې به یې په غړيو هېوادونو كښې هم څانګې جوړې كړې شی.
1103309
captcha