IQNA

د اسلامی فېلمونو څلورم بازار پرانېستے شو.

22:24 - September 23, 2012
د خبر لمبر: 2418055
نړيواله ډله: د اسلامی فېلمونو څلورم بازار د ايران د اسلامی شورا د جرګې د مشر علی لاريجانی په شتون سره نن ماسپښين د تلې د مياشتې په دويمه نېټه د اسلامی ايران د رېډيو او ټيلی ويژن د نړيوالو غونډو په مركز كښې افتتاح شو.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی فېلم د څلورم بازار له ځاے څخه رپوټ وركړړ د اسلامی فېلمونو څلورم بازار نن ماسپښين د اسلامی رېډيواو ټيلی ويژنونو د اتحادیې د عمومی ټولنې د شپږمې غونډې په مراسمو كښې د دغې اتحادیې د غړيو چېنلونو او موسسو د ډائرېكټرانو او داسلامی نړۍ د كلتوری او رسانه ای شخصيتونو په ګډون سره افتتاح شو
د اسلامی فېلمونو څلورم بازار اسلامی رېډيوګانو او ټيلی ويژنونو د اتحادیېد عمومی اسمبلۍ د شپږمې غونډې په ترڅ كې د اتحایې له څلورم فېسټيوال ، د دغې اتحادیې د رسانه ای ټېكنالوجۍ او تجهيزاتو له دريم نندارتون سره په يو وخت له نن يعنې د تلې د مياشتې له دويمې نېټې نه تر څلورمې نېټې پورې جوړیږی.
دغه بازار د پاكو اسلامی محصولاتو د وړاندې كولو لپاره د نړيوالو لارو چارو د رامنځته كولو په هدف سره د تقريباً يو سل او لسو ګډون كوونكو په شتون سره جوړ شوے دے.
د اسلامی فېلمونو د بازار په دغه دوره كښې د برطانیې، عرب اماراتو، بحرېن، پاكستان، افغانستان تركی، شام، عراق، سعودی عرب، فلسطين، كويت ، لبنان، مصر، هالېنډ او يمن په شمول د دنيا د مختلفو هېوادونو رسنيو (مېډيا) خپل محصولات او توليدات وړاندې كړی دی.
1104781
captcha