د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ډاكټر احمدی نژاد چې د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ په اوه شپتمې كلنۍغونډې كې د ګډون لپاره نيويارك ته تللی، پرون ئې د ملګروملتو په مركز كې د دغې موسسې له سرمنشی بان كی مون سره په ليدنې كې د صهونيسټ رژيم د ګواښونو په باب روښآنه كړه، صهونيسټ رژيم بايد د ايران د ګواښلو لپاره ونه لمسول شی او دا ګواښونه بايد محكوم شی.
ښاغلی ډاكټر احمدی نژاد په دې خبرې په ټينګار سره چې اسلامی ايران له ځانه د دفاع لپاره بشپړ چمتو دی، د نړيوال مديريت په جوړښت په نيوكو سره ئې وويل هغه شرائط چې صهونيسټ رژيم ته اجازه وركوی، هره ورځ نور هيوادونه په پوځی حملو وګواښی، بايد اصلاح شی او د سيمې ډيرو مشكلاتو او ستونزو ته په پام سره بايد نوی ستونزې جوړې نه شی.
په هم دا وروستيو مياشتو كې د ايران په ضد د صهونيسټ رژيم د چارواكو د څرګندو ګواښونو څپه زياته شوې ده، په دې توګه چې دا موضوع د سياسی ټولنو د شننو او د رسنيو د پروپیګنډيزو فعاليتونو لپاره په يوه لاسوند بدله شوې ده.
د صهونيسټ رژيم امنيتی او پوځی اورګانونو ایټمی وسلو ته د اسلامی ايران د لاس رسی په پلمه په ځلونو په ښكاره ګواښ كړی چې د ايران پر حساسو مركزونو حملې كوی او حتی له اړونده رسنيو فضا جوړونو سره سره په غږملتيا سره ئې حتی د پوځی حملو لپاره نیټې هم اعلان كړی دی.
په سيمې كې د ايران د اسلامی جمهوريت سټراټيجيك موقيعّيت ته په پام سره واضحه ده چې د صهونيسټ رژيم ګواښونه د سيمې د امنيت او ثبات د ګډوډولو لپاره له يوه جنجالی خبره زيات څه نه دی.
په حقيقت كې صهونيسټ رژيم هڅه كوی د ایټمی ايران د وجود د خطرې په باب په منفی تبليغاتو سره يو ډول په سيمې او نړۍ كې له ايرانه ويرول القاء كړی څوتر دې بلكې د نړۍ نور هيوادونه د ايران په ضد د غليمانه دریځونو، پوځی او امنيتی حملو كې له ځان سره ملګری كړی په دغه بهير كې د ايران د اطلاعاتی، پوځی او امنيتی ځانګړی توان په اساس دغو ګواښونو ته د ايران د اسلامی جمهوريت د سياسی او پوځی مسئولانو ځواب يو جراءت مندانه او قدرتمند دی.
د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د عمومی قوماندان پشمول د ايران د اسلامی جمهوريت د وسله وال ځواك قوماندانانو ويلی دی چې د صهونيسټانو له خوا د هر ډول كم عقلۍ په بڼه كې به په ايران د يرغلونو پيليدا د قضیې د پای ټكی وی.
د اسلامی ايران ولسمشر پرون د امريكا له سی اين اين ټيليويژنی چينل سره په خصوصی خبرو كې هم ټينګار كړی دی، هر هيواد له ځانه د دفاع حق لری او د ايران ځواب هر ډول بهرنی ګواښ او تيريو ته روښانه دی.
1105510