IQNA

جنرال جعفری: په ايران د تيری د پيل ټكی به، د لانجې د پای ټكی وی

19:25 - September 24, 2012
د خبر لمبر: 2418894
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب ساتندويه ځواك ستر قوماندان سردار جنرال محمد علی جعفری، د ايران د وسله وال ځواك په تيره بيا د سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ځواك نويو نوښتونو ته په اشارې سره وويل د اسلامی انقلاب ساتندويه ځواك له احتمالی جنګ سره په مقابله كښې به له نا متقارنو رودو استفاده وكړی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له سپاه نيوز یې نقلوی چې د اسلامی انقلاب ساتندويه ځواك ستر قوماندان سردار جنرال محمد علی جعفری په فارس خليج كښې د امريكا او د دغه هيواد د څو نورو ملګرو ګډ‌ې پوځی مانورې ته اشاره وكړه او ویې ويل د ايران له چمتووالو سره د مقابلې د مانورې تر سره كول، د ايران د وسله وال ځواك د چمتووالو په وړاندې يو انفعالی اقدام دی.
د اسلامی انقلاب ساتندويه ځواك ستر قوماندان سردار جنرال محمد علی جعفری همدارنګ زياته كړه چې د ايران پر ضد د صهيونست رژيم د ګواښونو په ځواب كښې به، د ايران د وسله وال ځواك نويو توانمنيو او ظرفيتونو ته په پام سره، د صهيونستانو لخوا د هر ډول حماقت په بڼه كښې، په ايران د تيری د پيل ټكی به ، د لانجې د پای ټكی وی.
1104252
captcha