IQNA

د پيغمبر(ص) په نامه يووالې او له دښمنانو یې نفرت بايد په حج كښې دوام ولری

20:48 - September 24, 2012
د خبر لمبر: 2418907
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود د حج مسؤلانو سره په كتنه كښې د ملګرو او د دښمنانو په نظر كښې د هغه حضرت د شخصت په لوړاوی باندې ټينګار وكړ او ویې فرمايل: د پيغمبر(ص) په نامه يووالې او د له دښمنانو یې نفرت بايد په حج كښې دوام ولری
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې له تهران راديو یې نقلوی: د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وكړ د خاتم الانبياء د سپیڅلی وجود په وسيله د اسلامی امت د اتحاد ستر او ښكلی ورایښت او د استكبار له جبهې د درستو مسلمانانو د ژورې كركې او غوسې څرګندول بايد په حج كښې چې د نړۍ د درستو مسلمانانو د يوځای كيدو ځای دی ځان وښيی . د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای نن د حج له مسئولانو سره په كتنه كښې د اسلام د ګران پيغمبر په شان كښې سپكاوې او د هغه حضرت د دوستانو او حتی دښمنانو په سترګو كښې د نبی كريم (ص) د شخصيت د عظمت ورایښت ته اشاره وكړه او د سږ كال حج یې د تيرو كلونو په پرتله توپيرناك او د ځانګړې موقعيت لرونكی وباله .
د رهبرۍ ستر مقام د عزت ، كرامت او رحمت د پيغمبر په سپیڅلی شان كښې د مستكبرانو او دهغوئ د عواملو سپكاوی د اسلام له ګران پيغمبر حضرت محمد(ص) د استكبار د جبهې د كينې ، بغض او دښمنۍ ژوره نښه وبلله او زياته یې كړه هغه دریځ چې لويدیځو سياستوالانو ددغه ستر سپكاوې په وړاندې غوره كړی دی ، د دښمن له دریځ سره هیڅ توپير نه درلوده . هغوئ زياته كړه دغه سپكاوې او د استكبار جبهې د سرغنو دریځونو د حق او باطل د جبهې د تقابل اصلی چورليز او حقيقی څيره په ډاګه كړه او روښانه شوه چې د مستكبرانو د دښمنۍ اساس د اسلام اصل او د خاتم الانبياء (ص)سپیڅلی وجود دی . حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای د وروستی الهی پيغمبر حضرت محمد(ص) سپیڅلی وجود د درستو مسلمانانو كه هغه هر مذهب او هره فرقه ده د اتحاد ځای وباله او زياته یې كړه په دی ډګر كښې شيعه او سنی ، سرزوری او معتدل،او نور كوم موضوعيت نلری او ټول په ځان او زړه سره يوځای ډګر ته راغلی دی ، ځكه نبی كريم (ص) د اسلامی او الهی عقيدو چورليز او قطب دی .
هغوی په حج كښې د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد(ص) د ستر شخصيت د ارزښتمن او وحدت بخښونكې ورایښت دوام او د دغه الهی پيغمبر له دښمنانو د كركې څرګندول اړين او مهم وبلل او زياته یې كړه له مشركينو برائت يعنی درست مسلمانان دا احساس كړی چې د يوه دښمن په مقابل كښې ولاړ دی او د زړه له تله ترې برائت وغواړی . د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای همدغه راز مسلمان ملت د مسلمانانو په څپانده يو موټی او ستر ډګر كښې د اختلاف اچونكو دسيسو په وړاندې هوښيارتيا ته ورواله او زياته یې كړه د دين دښمنان او مستكبران بايد پوهه شی چې مسلمان امت له دې سره سره چې بيلا بيل مذهبونه لری او نظرياتی او عقيدتې اختلافات لری ،خو د هغوئ په وړاندې ودریږی او متحد اووسی.
1105960.
captcha